سروې: د چين د ايکولوژيکي چاپېريال ابادۍ لوی پرمختګونه کړي
CMG2022/12/28 12:00:34
شريکول:

د چين ساينسي علومو اکاډمۍ د ډسمبر په ۲۷ مې نېټې د دغه هېواد د سرچېنو او چاپېريال يو لړ څېړنيز راپورونه خپاره کړي دي.

په یادو راپورونو کې د چين د سيندونو، لندو ځمکو، غرونو، صحرايي سيمو او ښارونو د ايکولوژيکي چاپېريال بدلونونه څېړل شوي او په تېرو لسو کلونو کې د چين د ايکولوژيکي چاپېريال د ابادۍ لوی پرمختګونه پکې بیان شوي دي.

د چين د ساينسي علومو اکاډمۍ مسئول جانګ تاو رسنيو ته ويلي، چې اداره به یې د هېواد د ستراتېژيکي او تخنيکي پرمختګ لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي، د سرچېنو او چاپېريال ساتنې په برخو کې به زیات پرمختګونه مومي او د هېواد باکيفيته اقتصادي پرمختګ ته به زياتې تخنيکي زمينې برابرې کړي.