چين د کرونا وبا د کنټرول پاليسۍ د حقایقو په لټه کې دی
CMG2022/12/28 15:02:57
شريکول:

د چين حکومت د دسمبر د ۲۶مې نېټې په ماښام يوه اعلاميه خپره کړه چې پر بنسټ به یې د ۲۰۲۳م کال د جنورۍ له ۸مې نېټې څخه د چين د ولسي جمهوريت د ساري ناروغیو د وقايې او کنټرول قانون سره سم د کرونا وبا ناروغان له A ساري ناروغۍ طبقې څخه B ساري ناروغیو طبقې ته راښکته او تنظيم شي.

په دې تنظیم سره به په چين کې په کرونا وبا د اخته کسانو لپاره د جلا کولو تدبيرونه پلي نشي، له ناروغانو سره نژدې اړيکې لرونکي کسان به موظف نشي، د لوړ او ټيټ خطر لرونکې ساحې به مشخصې نه کړي او چين ته د پرسونل او توکو د ننوتلو لپاره به د قرنطين او دې ته ورته د ساري ناروغۍ د مديريت تدبيرونه غوره نشي.

دا د کرونا وبا د وقايې او کنټرول په اړه د چين د ستراتيژۍ نوی سمون او بدلون دی. د چين حکومت د کرونا وبا د بدلونونو او د خپرېدو، وقايې او کنټرول د تجربو پر بنسټ د کرونا وبا پر وړاندې اړوند اقدامات اصلاح کړي، چين لا هم خلکو او ژوند ته د لومړيتوب ورکولو اصول تعقيبوي.

د کرونا وبا د خپرېدو په پيل کې، د چين حکومت د اړوندو قوانينو له مخې پر دغه وبا د (( B ډول ساري ناروغ A کچه کنټرول (( اقدامات غوره کړي و، همدارنګه په تېرو ۳ کلونو کې يې په پرله پسې ډول د دې وبا د وقايې، کنټرول او درملو نهه نسخې ترتیب کړې وې، چې د کرونا وبا او ډيلټا ډول وبا د پراخ خپراوي مخه یې نيولې، د سختو ناروغيو او مرګونو د اغېز کمولو لپاره يې رول لوبولی او د واکسين، درملو او طبي سرچینو د چمتو کولو لپاره يې وخت ګټلی دی. په تېرو ۳ کلونو کې، په چين کې د کرونا د خپرېدو حالات او د مړينې شمېر نسبت نورې نړۍ ته په تر ټولو ټيټه کچه کې ساتل شوی. د کرونا د کنټرول په همدې مهال کې، د چين اقتصادي پرمختګ هم په سالم ډول تر سره شوی.

اوس مهال، د نړۍ طبي علوم په دې باور دي چې د کرونا د اوميکرون ډول وبا کمزورې شوې او یوازې ډېر لږ شمېر قضیې د سږي نښان  لري. د کرونا وبا ناروغ (( B ډول ساري ناروغ B کچه کنټرول (( ته تنظيمول د وبا له اوسني ځانګړتياوو سره سمون خوري.

د چين د حکومت لخوا په تازه خپور شوي سند کې د لوړ عمر لرونکو کسانو د واکسين کولو کچې زياتوالی، د درملو او ازموينې لپاره د ناروغانو د اړتياوو پوره کول، د طبي سرچينو د بشپړولو لپاره د پانګونو زياتوالی او په کليوالو سيمو کې د کرونا وبا د کنټرول اقداماتو پياوړتيا پکې شامل دي. دغه تدبیرونه د پاليسۍ د بدلون په جريان کې د رامنځته شويو خطرونو د مخنيوي په موخه غوره کېږي او دا هم د لا نورو حقايقو په لټه کې دي.

د يادو تدبيرونو په منځ کې، د چيني او بهرني پرسونل د تبادلې لپاره د مديريتي تدبيرونو اصلاح د بهرنيو رسنيو پراخه پاملرنه راجلب کړې ده. د بېلګې په توګه، پرسونل دې چين ته له تلو څخه ۵۸ ساعته دمخه د کرونا ټېسټ وکړي، چين ته له ننوتلو وروسته د پرسونل د کرونا ټيسټ او د هغه کس تجرید لغوه شوي دي.

د دسمبر له میاشتې راهیسې، د بېلابېلو سيمو تر منځ د چينايانو تګ راتګ د نويو تدبيرونو په پلي کولو سره بیا سالم شوی دی. په لویو ښارونو کې لکه بېجینګ ښار او شانګهای کې رستورانتونه او سینماګانې یو په بل پسې عادي فعالیت پیل کړی دی.

د چين له ختيځې ساحلي سيمې څخه تر مرکزي او لوېديځو سيمو پورې، تصدۍ د کار، توليد او د بهرنيو پانګونو د راجلبولو په بيا پيلولو بوختې دي. له اوږدې مودې وروسته بېرته ښارونو ته کاروباري شور او ځوږ  راګرځي. (ژباړه: شکريه)