د چین ملي ولسي کانګرېس ته د سمندري چاپېريال د ساتنې قانون لایحه وړاندې شوه
CMG2022/12/28 11:44:08
شريکول:

 د چين حکومت د سمندري چاپېريال د ساتنې قانون تعدیل شوې لایحه د ډسمبر په ۲۷مې نېټې د دې هېواد د ملي ولسي کانګرېس د ۱۳مې دورې دايمي کميټې ۳۸مې غونډې ته د بحث لپاره وړاندې کړې ده.

د چين د ملي ولسي کانګرېس د چاپېريال او منابعو د ساتنې د کميټې مرستيال غړي وانګ هونګ ياو رسنيو ته ويلي، چې د سمندري چاپېريال د ساتنې اوسنی قانون په ١٩٨٢م کال کې تصويب شوی او په ١٩٩٩م، ٢٠١٣م، ٢٠١٦م او ٢٠١٧م کالونو کې بیا بیا تعديل شوی دی. نوموړي ويلي، چې ياد قانون د سمندري چاپېريال په ساتنې کې مهم رول لوبولی دی.

د وانګ هونګ یاو په وينا، د چین سمندري چاپېريال اوس ډېر ښه شوی، په ځينو سمندري سيمو کې يې د ايکولوژيکي سيسټم خدمتي توان په ښکاره توګه ښه شوی او په ټولنې کې د سمندري چاپېريال د ساتنې په اړه پوهاوی هم د پام وړ لوړ شوی دی. نوموړي ويلي، چې د ایکولوژیکي تمدن د جوړولو په چټکتیا کې، د سمندري چاپیریال د ساتنې اوسنی قانون د نوي وضعیت له اړتیاوو سره سمون نه لري او ښه کولو او تعديلولو ته اړتیا لري.

د مالوماتو له مخې د چین د سمندري چاپېريال د ساتنې قانون تعدیل شوې طرحه په نهو فصلونو کې ۱۱۶ مادې لري.

په چین کې د سمندري چاپېريال ککړتيا او ايکولوژيکي تخريبي مسئلې لا هم شتون لري او ياده طرحه به یې په حل کې مثبت رول ولوبوي.