مسکو: امریکا له روسیې سره د مستقیمې جګړې نیت نه لري
CMG2022/12/29 14:49:35
شريکول:

 امريکا پلان لري، چې اوکراين ته د هوايي دفاع توغنديز سیسټم ((Patriot Advanced Capability )) برابر او بیا یې دغه هېواد ته وليږي.

د روسیې بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف د ډسمبر په ۲۸مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې د امريکې د ياد هوايي دفاع سیسټم د کارونې لارې چارې سختې او پېچلې دي او په ډيپلوماتيکي لارې یې له امريکې پوښتلي، چې ایا واشنګټن د یاد سيسټم د ادارې او کارونې په موخه کيف ته کاري ډله او کارپوهان هم ليږي؟

د سیرګي لاوروف په وينا، امريکا نیت نه لري، چې د ياد دفاعي سیسټم د کارونې په موخه اوکراين ته خپل کارپوهان وليږي او د ده په ټکو، امريکا دا هم نه غواړي، چې له روسیې سره په مستقیمه توګه په جګړې کې ښکېله شي.

سيرګي لاوروف ويلي، چې اوکراين اړتيا لري، چې د امريکې د یاد توغنديز سیستم ټکنالوژي خپله او وروسته یې وکاروي.

د اوکراین ولسمشر ولاديمیر زلینسکي د ډسمبر په ۲۱مه نېټې امریکا ته تللی و او هلته امريکايي چارواکو ورسره ژمنه کړې، چې اوکراين سره به د ۱.۸۵ میلیارډو ډالرو په ارزښت اضافي نظامي مرسته وکړي، چې یاد توغنديز سیسټم هم پکې شامل دی.

(هیله)