چين: د کرونا وبا پر وړاندې به بريا ترلاسه کوي
CMG2022/12/29 14:30:50
شريکول:

په چين کې د يو شمېر هېوادونو سوداګريزو ټولنو او ډيپلوماتيکو استازنځيو په دې وروستيو کې د چين د کرونا وبا د کنټرول او مخنيوي تګلارې ستاينه کړې ده.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د ډسمبر په ۲۸مې نېټې په يوې خبري ناستې کې وويل، چين دا توان لري، چې د خلکو د روغتیا د ساتنې او د سختو ناروغیو د وقايې او کنټرول په ورته وخت کې د هېواد د اقتصادي او ټولنیز نظم بیا سمسورتيا ته وده ورکړي او د کرونا وبا پر وړاندې روانې مبارزې کې بریا ومومي.چين د ډسمبر په ۲۶مې نېټې د کرونا وبا د مخنيوي تدبيرونه د ساري ناروغيو د وقايې او کنټرول معيار دویمې کچې يا B کټګورې ته ښکته کړي دي.

په چین کې د امريکا، بريتانيا او جرمني سوداګريزو ټولنو او څو بهرنيو ډيپلوماتيکو ارګانونو باور څرګند کړی، چې د چين دغه اقدام به د چینايانو او بهرنيانو تر منځ د تګ راتګ د احيا او د پانګوالو، سوداګرو او بازار د باور لپاره پوره مرسته وکړي.

چين ويلي، چې چين به په مداومه توګه د بهرنېو پانګه اچوونکو لومړی انتخاب وي.

(ژباړه: شکريه)