د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د ډسمبر په ٢٨مې نېټې په يوې مطبوعاتي غونډې کې وويل،چې د چين حکومت د کرونا وبا د خپرېدو د درېيو کالونو په درشل کې د خلکو ژوند ته لومړيتوب ورکړی او خپل خلک يې ژغورلي دي.
نوموړي وويل، چې په ګردې نړۍ کې د کرونا وبا او نورو سختو ناروغيو له امله د خلکو د مړينې کچه زياته، خو په چين کې ټېټه ده.
د نوموړي په وينا، د نړۍ ګڼو هېوادونو د کرونا وبا د مخنيوي تدبیرونه تعديل کړي او چين هم حق لري، چې د وبا ضد تدبیرونو کې تعدیلات راولي.
وانګ ون بين زیاته کړه، چې په چين کې اوس د کرونا وبا حالات تر کنټرول لاندې دي، خو ځينو لوېديځو رسنيو په عمدي توګه د چين د اړوندو تدبیرونو د تعديلاتو په اړه بې ځایه خبرې او پروپاګنډ خپاره کړي او يا يې هم د چين چارې تحريف کړې دي، خو د ده په ټکو، دغو رسنيو بیا په خپلو هېوادونو کې د وبا د مخنيوي په بهیر کې پر زياتو ګډوډيو او درانو بیو سترګې پټې کړي او خلکو ته يې پوره مالومات نه دي ورکړي.
وانګ ون بين د لوېديځو هېوادونو د رسنيو چلند دوه ګونی بللی او ويلي یې دي، چې د دغو رسنيو خبريالان مسلکي اخلاق په پام کې نه نيسي.