چین د روان کال په تېرو۱۱ میاشتو کې په ټرانسپورټي تاسیساتو کې ۳۵۰۰ ملیارډه يوانه پانګونه کړې
CMG2022/12/29 11:17:16
شريکول:

 د چین ټرانسپورټ وزارت د ډسمبر په ٢٨مې نېټې يو لړ شمېرې خپرې کړي، چې له مخې یې دغه وزارت د روان کال په تېرو ۱۱ میاشتو کې په ټرانسپورټي تاسیساتو کې د ۳۵۰۰ ميليارډو يوانو په ارزښت پانګونه کړې،چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۵،۸ سلنه زياتوالی ښيي.

د چين ټرانسپورټ وزارت په دغه موده کې د لویو سړکونو پر جوړونې ۲۶۰۰ ميلیارډه یوانه لګولي، چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۹،۱ سلنه زیاتوالی ښيي او د سمندري ټرانسپورټ په برخه کې یې ۱۴۷،۸ ميلیارډه یوانه پانګونه کړې، چې دا بیا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۰،۲ سلنه زیاتوالی ښيي.

د چين ټرانسپورټ وزارت وايي، چې د روان کال په تېرو ۱۱ میاشتو کې د دغه هېواد پر سمندري لارو د بارو وړونکو توکو حجم ۷،۸ ميليارډه ټنه و، چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۴،۳ سلنه زیاتوالی ښيي.