تایوان په پوځ کې د اجباري خدمت مودې د غځولو پرېکړه وکړه
CMG2022/12/29 12:39:16
شريکول:

 تایوان پرېکړه کړې چې په پوځ کې د اجباري خدمت موده له څلورو میاشتو تر یو کال پورې وغځوي

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د ډسمبر په ۲۸مې نېټې په يوې خبري ناستې کې ويلي، چې د چین يووالی د ټولو چينايانو ګډه اراده او نه ستړی کيدونکی تاريخي تمايل دی. 

وانګ ون بین د هېواد د ملي يووالي چارې سترې او مهمې بللي او د تایوان د بېلتون غوښتونکو لپاره چارې ترسره کول یې بې ارزښته ګڼلې دي. نوموړي په ټينګ باور ويلي، چې د تایوان اکثره هېوادوال صادق دي او دبېلتون غوښتونکو لپاره به د ټوپک په څېر ونه کارول شي.