امريکا په پام کې لري، چې له چین څخه پر ورتلونکو مسافرو د کنټرول نوي تدبیرونه ولګوي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د ډسمبر په ۲۸مې نېټې په یوه خبري ناسته کې په دې اړه وويل، چې د نړۍ ټول هېوادونه باید په ساینسي لارو د کرونا وبا پر وړاندې مبارزه وکړي، د مختلفو هیوادونو د خلکو تر منځ تګ راتګ باید روان او خوندي وساتي او د نړيوال صنعتي ځنځير او د عرضې نړیوال ځنځير د ثبات او د نړیوال اقتصاد د بيا سمسورتيا لپاره دې کوښښونه وکړي.
نوموړي وويل، چين د کرونا وبا د کنټرول پر علمي او مناسبو تدبیرونو باور لري او دا چارې باید د خلکو په تګ راتګ او د طبي پرسونل پر عادي فعاليتونو اغېز ونه کړي.
وانګ ون بين زیاته کړه، چې د نړۍ ډېرو هېوادونو د چينايانو او بهرنيانو ترمنځ د تګ راتګ د موقتي تدبيرونو پر نيولو غور کړی دی.
نوموړي هيله وښوده، چې د چين او نورو هېوادونو ترمنځ د خلکو تګ راتګ بيا اعاده او په دې برخه کې د اسانتياوو معيار نور هم لوړ شي.
(ژباړه: شکريه)