د ايران د بهرنيو چارو وزير امیر حسين عبداللهيان د ډسمبر په ۲۸مې نېټې ويلي، چې هېواد به یې د اټومي مسئلې هراړخيز تړون د بيا پلي کېدو موافقې ته د رسېدو کړکۍ تل پرانيستې پرېنږدي او د امريکا په ګډون له لوېديځو هېوادونو یې غوښتي، چې په اټومي خبرو اترو کې په واقعي مانا ګډون وکړي.
د ایران نيوز ټلویزیون راپور ورکړی، چې عبداللهیان په همدې ورځ عمان ته د خپل سفر په ترڅ کې له رسنیو سره په خبرو کې ويلي، چې هېواد یې د اټومي خبرو اترو د موافقې کړکۍ نه ده بنده کړې، خو د ده په وينا، که لوېدیځ هیوادونه نفاق او لاسوهنو ته دوام ورکړي، نو ایران به مجبور شي، چې د خبرو اترو کړکۍ بنده کړي.
عبداللهیان په خپلو خبرو کې د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو او امنیتي پالیسۍ له لوړپوړي استازي جوسیپ بوریل سره د ده د وروستۍ ناستې په اړه ویلي، چې دواړو لورو نظرونه تبادله کړي او د خبرو اترو د بیا پیل د یوې برخې په اړه "توافق" ته رسیدلي دي.
(ژباړه: شکريه)