د چين او بنین مشرانو د دواړو هېوادونو د ډيپلوماتيکو اړيکو د بيا پيل د پنځوسمې کاليزې په پار يو بل ته د مبارکۍ پيغامونه ليږلي
CMG2022/12/29 12:40:15
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د بنين ولسمشر پتریس ګويلوم اتناس تالون د ډسمبر په ۲۹مې نېټې يو بل تهد دواړو هېوادونو د ډيپلوماتيکو اړيکو د بيا پيل د پنځوسمې کاليزې د نمانځنې په مناسبت د مبارکۍ پيغامونه ليږلي دي.

 شي جين پينګ په خپل پیغام کې ویلي، چې چين او بنين نيمه پېړۍ مخکې ډيپلوماتيکې اړيکې بیا پېل کړي او په درشل کې یې صادقانه او دوستانه همکارۍ کړې دي.

نوموړي د چين او بنين د اړيکو اوسنی پرمختګ ښه بللی او ويلي یې دي، چې دواړو هېوادونو په بېلا بېلو برخو کې ګډې همکارۍ کړي او ګټورې پايلې یې تر لاسه کړې دي.

شي جين پينګ ويلي، چې د چين او بنین ډيپلوماتيکو اړيکو د دواړو هېوادونو خلکو ته واقعې ګټې رسولې دي.

نوموړي زياته کړې، چې هغه د چين او بنين د اړيکو پرمختګ ته په درنه سترګه ګوري او له ولسمشر تالون سره به د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ او د چين او افريقا د همکارۍ فورم په چوکاټ کې په بېلا بېلو برخو کې د همکاريو د ژورتيا لپاره ګډ کار وکړي او د دواړو هېوادونو اړیکې به نوې کچې ته پورته کړي.

د بنين ولسمشر پتریس ګويلوم اتناس تالون په خپل پیغام کې د بنین او چين د ډيپلوماتيکو اړيکو د بيا پېل له ۵۰ کلنو ګټورو همکاريو رضايت ښودلی او ويلي يې دي، چې هغه به له رئيس شي جين پينګ سره په ګډه د دواړو هېوادونو د اړيکو د لا پياوړتيا لپاره کوښښونه وکړي.