چین میډیا ګروپ د ۲۰۲۲م کال لس مهم نړيوال خبرونه خپاره کړل
CMG2022/12/30 17:15:28
شريکول:

۱ـ په ۲۰۲۲م کال کې د چین د کمونېست ګوند شلم ملي کانګرېس ترسره شو او د نړیوالې ټولنې پاملرنه يې خپله کړې وه.

نړيوالې ټولنې چيني شکله عصري چارې ستایلي او د انسانانو د پرمختګ په پار یې د چين ځيرکتيا ډېره مهمه بللې ده.

۲ـ په ۲۰۲۲م کال کې د چین ډيپلوماتیکې چارې ښې روانې وې او په همدې کال کې نړیوالې ادارې ته د اسيا شېبې هم داخلې شوې دي.

 ۳ـ امریکې او لوېديځو هېوادونو په ۲۰۲۲م کال کې د روسیې د مخنیوي سختې هڅې وکړې، چې له امله یې د روسیې او اوکراین کړکیچ را پورته شو او د سیمې په جغرافیايي سیاست او اقتصادي جوړښت کې یې ستر بدلونونه راوستل.

۴ـ  کرونا وبا په ۲۰۲۲م کال کې هم په ګردې نړۍ کې د خپرېدو په حال کې وه او ورسره په همدې کال کې په زياتو هېوادونو کې د بېزو تڼاکې یا مانکیپاکس وبا هم خپره شوه.

۵ـ د امريکې فدرالي زېرمې کمېټې په ۲۰۲۲م کال کې د سود کچه ډېره لوړه کړه، چې له امله یې د نړۍ پولي سیسټم سخت زيانمن شوی دی.

 ۶ـ  په ۲۰۲۲م کال کې د بریتانیې سیاسي اوضاع ډېره ترینګلې وه او په یو کال کې یې دوه لومړي وزیران له دندو لاس په سر شول.

۷ـ په ۲۰۲۲م کال کې د ګردې نړۍ د بیولوژيکي تنوع د خوندیتوب د کون مینګ- مانتلیر چوکاټ لاسلیک شو او په همدې کال کې د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون په غونډه کې د پرمختیايي هېوادونو غوښتنې هم ومنل شوې.

۸ـ  په چين کې د ۲۰۲۲م کال اولمپيک ژمنۍ لوبې او پاراالمپيک لوبې په بريالیتوب ترسره شوې او په دې سره بېجينګ د نړۍ لومړی ښار وګرځېد، چې د اولمپيک دوبنۍ او ژمنۍ لوبې پکې ترسره شوې دي.

 ۹ـ په ۲۰۲۲م کال کې رسيپ تړون (RCEP) رسماً نافذ شو او باور دا دی، چې دغه تړون به د اسیا او ارام سمندر سیمې د اقتصاد یو ځای کېدو بهیر پرمخبوزي.

۱۰ـ په ۲۰۲۲م کال کې د نړۍ نفوس ۸ میليارډو ته ورسېد او نړيوال ګډ پرمختګ ته سترګې په لار دي.