فلسطين د يهوديانو استوګنځايونو پراخېدل غندلي
CMG2022/12/30 11:01:20
شريکول:

د اسراييل نوي لومړی وزیر بنجمين نتنياهو د ډسمبر په ۲۸مې نېټې يو سند خپور کړی، چې له مخې یې د اردن سيند په لوېديځې غاړې او نورو ځايونو کې د يهوديانو استوګنځايونو پر جوړولو او پراخولو ټينګار شوی دی.

د فلسطين ولسمشريزې ماڼۍ په يوې اعلاميې کې د اسرائيل دغه اقدام غندلی دی.

د فلسطین د رسمي خبري اژانس له مخې، د دغه هېواد ولسمشريزې ماڼۍ په یوې اعلامیې کې ویلي، چې د اسرائيل د نوي حکومت دغه اقدام به په سیمې کې د خطرناکو حالاتو د لاسختېدو لامل وګرځي او زیاتوي، که اسرائيل د ملګرو ملتونو د اړوندو پرېکړه لیکونو مراعت ونه کړي، نو د فلسطین مسئلې ته به د حللار ونه موندل شي.
(ژباړه: شکريه)