د اسرائيل نوې کابېنې لوړه وکړه
CMG2022/12/30 11:19:25
شريکول:

د اسرائيل نوي حکومت د ډسمبر په ۲۹مې نېټې لوړه وکړه او د ليکود ګوند مشر بنجمين نتانياهو د دغه هېواد د لومړي وزير په توګه ټاکل شوی دی.

د اسرائيل پارلمان په همدې ورځ د نتانياهو د نوي حکومت کابېنې او پلان ته د باور رايه ورکړې ده.

د اسرائيل پارلماني غړو د دغه هېواد نوې کابېنې ته ۶۳ د باور او ۵۴ د نه باور رایې ورکړې دي.

نتانياهو د همدې ورځې په شپه د نوي حکومت د کابينې په لومړۍ غونډې کې ويلي، چې حکومت يې د يووالي حکومت دی او ټول غړي یې ګډې هېلې او موخې لري.

نوموړي ويلي، چې د يووالي حکومت به یې د اسرائيل د ملي امنيت د ساتنې، د لومړنيو توکو د لوړ لګښت او د استوګنې د ستونزو د حل لپاره هڅې وکړي.