نړيوال باید د ستونزو پر وړاندې ګډه مقابله وکړي
CMG2022/12/30 15:48:35
شريکول:

اقلیمي بدلون د ټولو انسانانو پر وړاندې يوه ګډه ننګونه ده او خپلمنځي همکارۍ د دې ننګونې پر وړاندې د مبارزې یوازینۍ لار ده.

چین د اقليمي بدلون ضد د مبارزې په اړه پر نړيوالې ټولنې هميشه غږ کړی، چې د نړۍ بېلا بېل هېوادونه باید ګډې او توپیر لرونکې دندې پر غاړه واخلي او د اقلیمي بدلون پر وړاندې باید ګډه مقابله وکړي.

د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون د چوکاټي تړون د لاسلیکوونکو(کوپ) ۲۷مه غونډه په تېر نومبر کې د مصر په شرم الشیخ کې ترسره شوه او نږدې د ۲۰۰ هېوادونو استازو پکې د اقلیمي بدلون ضد د مبارزې په اړه دوه اوونيز بحثونه وکړل.

د غونډې ګډونوالو تر اوږدو بحثونو او مشورو وروسته د زیانونو او ویجاړونو (Loss and Damage)صندوق پر جوړېدو موافقه وکړه او ويې ويل، چې پرمختللي هېوادونه باید د اقلیمي بدلون ضد د مبارزې په موخه ځانګړی صندوق جوړ کړي او له کمزورو پرمختیايي هېوادونو سره باید مرستې وکړي.

 د دغه صندوق جوړېدل په نړیوال ډګر کې د پرمختیايي هېوادونو د همکاريو لپاره یو فعال بریالیتوب ګڼل کېږي.

چین تل پر څواړخیزم ټینګار کړی او د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مقابلې لپاره د مساواتو او ګډو ګټو پر بنسټ د یو نړیوال سیسټم جوړونه يې هڅولې ده.

چین د ۲۰۲۲م کال تر جون پورې له ۳۸ پرمختیايي هېوادونو سره د اقلیمي بدلون ۴۳همکاریز تړونونه لاسلیک کړي، په ۳۷ اړوندو پروژو کې یې له ۲۸ هېوادونو سره مرستې کړي او څه باندې سل روزنیز کورسونه يې جوړ کړي دي.

برسیره پر دې، چین نړۍ ته د زرغون پرمختګ وړاندیز کړی او د یو کمربند او یوې لارې په اوږدو کې له پراتو هېوادونو یې ملاتړ کړی، چې په ګډه پاکه انرژي استخراج او وکاروي.