پوتین د بندیزونو ضد د اقداماتو د پراخېدو فرمان لاسلیک کړ
CMG2022/12/30 11:00:06
شريکول:

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د ډسمبر په ٢٩مې نېټې پر ځينو وارداتي او صادراتي محصولاتو د تعرفو د زياتېدو فرمان لاسليک کړی او پر دغه هېواد د بنديزونو ضد د ځانګړو اقتصادي تدبيرونو لېست کې یې بدلون راوستلی دی.

کرملین ماڼۍ پر خپلې وېبپاڼې خبر ورکړی، چې ولسمشر پوتین خپل پخواني فرمان کې بدلون راوستلی او یوه ماده یې پکې اضافه کړې، چې له مخې به یې د روسیې پر ځینو وارداتو او صادراتو اضافي تعرفې ولګول شي او د محصولاتو لېست به د دغه هېواد د حکومت لخوا وټاکل شي.

ولسمشر پوتين د روان کال د مارچ په اتمه نېټه د روسيې د ملي امنيت د خوندیتوب او تامين لپاره د بهرنيو اقتصادي فعاليتونو په برخه کې د ځانګړو اقتصادي تدبيرونو د پلي کولو فرمان لاسليک کړی دی.

 په دغه فرمان کې راغلي، چې روسیه به د ۲۰۲۲م کال د ډسمبر له ۳۱مې نېټې مخکې ځانګړي بهرني اقتصادي تدبیرونه پلي کړي او د ځینو تولیداتو او خامو موادو واردات او صادرات به منع او یا هم محدودیتونه پرې ولګوي.

(ژباړه: شکريه)