چين ميډيا ګروپ د ۲۰۲۲م کال لپاره د چين د لسو مهمو خبرونو نوملړ خپور کړ
CMG2022/12/30 19:36:12
شريکول:

۱. د چين د کمونېست ګوند شلم ملي کانګرېس په بريالۍ توګه تر سره شو. شي جين پينګ يو ځل بيا د دغه ګوند د مرکزي کمېټې د عمومي منشي په توګه وټاکل شو.

۲. د اټکل له مخې، په ۲۰۲۲م کال کې به د چين اقتصادي اندازه تر ۱۲۰ زرو ميليارډو يوانو زياته شوې وي.

د چين اقتصاد په پر له پسې توګه د نړيوال اقتصاد د احيا لپاره پياوړی خوځنده ځواک برابر کړی.

۳. چين د کرونا وبا د وقايې او کنترول تګلارې اصلاح کړې او د دغې وبا د مخنيوي او اقتصادي او ټولنيز پرمختګ په دواړو برخو کې يې کارونه بشپړ کړي.

۴. په ۲۰۲۲م کال کې د چين د غلو دانو توليدي اندازې نوی ريکارډ جوړ کړی.

په مسلسلو اتو کلونو کې د چين د غلو دانو کلنۍ توليدي اندازه له ۶۵۰ ميليارډو کيلوګرامو زيات ښودل شوې.

۵. ۲۰۲۲م کال د چين له خوا د هانکانګ حاکميت د بېرته اخيستلو له ۲۵مې کليزې سره برابر دی.

په چين کې د يو هېواد او دوو ټولنيزو نظامونو تګلارې ثبات او دايمي پرمختګ کړی.

۶. د چين د دولت پخوانی رييس ملګری جيانګ ځه مين د ۹۶ کالو په عمر ومړ.

۷. د چين فضايي سټېشن په هراړخيزه توګه اباد شوی.

۸. بېجينګ په بريالۍ توګه د ۲۰۲۲م کال المپيک او پارا المپيک ژمنۍ لوبې تر سره کړې. په دغو لوبو کې د چيني لوبډلې له خوا د تر لاسه شويو ميډالونو شمېر نوی ريکارډ جوړ کړ.

۹. د بای هه تان د اوبو برېښناکوټ پرانيستل شو.

۱۰. د امريکا د استازو جرګې مشرې نانسي پيلوسي تايوان سيمې ته بد او ناوړه سفر وکړ.

د چين پوځ د نوموړې د بد سفر په ځواب کې ګډ پوځي عمليات تر سره کړل.