‎هیله ده چې په نړۍ کې نور لوږه محوه شي
CMG2022/12/30 12:07:07
شريکول:

 د ۲۰۲۲م کال تر نومبر پورې د نړۍ نفوس ۸ ميلیارډو ته رسېدلی دی، خو د دې ټولو څخه هر څوک نشي کولی کافي صحي خوړو ته لاسرسی ولري. 

 د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ځانگړي سازمان د معلوماتو له مخې، اوس د نړۍ په ۸۲ هېوادونو کې شاوخوا ۳۴۵ میلیونه کسان د خوړو له سخت کمښت سره مخ دي. په ۲۰۲۲م کال کې د روسیې او اوکراین شخړه او په روسيې باندې د امریکا او لوېدیځو هېوادونو سخت بندیزونه د نړیوال خوراکي صنعت او اکمالاتو لړۍ نوره هم وځپله. لوږه د انسانانو په وړاندې یوه لویه ستونزه ده.

‎ چین ۱،۴ ميلیارډ نفوس لري، د دې هېواد واکمن ګوند یانې د چين کمونېست ګوند تل د خلکو د خوراکي توکو د ستونزو حل ته د لومړيتوب په سترګه ګوري. د څو نسلونو چینایانو تر سختو کارونو وروسته، چين د نړۍ د کرنې وړ ځمکې له ۹سلنې څخه کمه برخه کاروي چې د نړۍ نژدې يو پر پنځمه برخه وګړي يې تغذیه کړي او د نړۍ په کچه د غلودانو تر ټولو لوی توليدوونکی او درېيم لوی صادروونکی هېواد شوی دی. د چين د احصايې د ملي ادارې د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۲م کال کې د چين د غلودانو عمومي توليدي اندازه ۶۸۶،۵۳ میليونو ټنو ته رسېدلې چې دا حجم د ۲۰۲۱م کال په پرتله ۴،۸۳ میليونه ټنه زيات شوی دی.

‎ دا چې د چين حکومت څنګه دا کار وکړ، ډېر لاملونه لري، خو تر ټولو مهم ټکی دا دی چې د چين حکومت د غلودانو کرلو ته په ډېره درنه سترګه ګوري. په ١٩٧٣م کال کې د يوان لونګ پينګ په استازيتوب د چين د کرنې د علمي څېړونکو په برياليتوب سره د هايبرډ وريجو(hybrid rice) تخنيکي ستونزې حل کړې او د چين د وريجو توليدي اندازه دوه چنده شوې او د چينايانو د خوړو ستونزه په تدريجي ډول حل شوې ده. په عين وخت کې، چين هم په فعاله توګه د نړۍ له نورو هېوادونو سره خپله کرنيزه تکنالوژي شريکوي څو له زياتو هېوادونو سره د خوراکي توکو د ستونزو په حل کې مرسته وکړي. چين له څه دپاسه ۱۴۰هېوادونو او سيمو سره د کرنې د ساينس او تکنالوژۍ تبادلې تر سره کړې، له پرمختيايي هېوادونو سره يې کرنيزې همکاريزې سیمې جوړې کړې او زيات شمېر مسلکي او تخنيکي کارپوهان  يې لېږلي چې د بېلابېلو هېوادونو د غلودانو د تولیدي اندازې د زیاتوالي او د کرنیز پرمختګ لپاره يې ستر خدمتونه کړي دي.

‎ د ۲۰۲۲م کال په اپرېل کې افغانانو په پلازمېنه کابل کې له چین څخه د خوراکي توکو مرسته ترلاسه کړه. په ۲۰۲۲م کال کې چين پرمختيايي هېوادونو ته څه دپاسه ۳۰ زره ټنه بېړنۍ بشري خوراکي توکي برابر کړي دي.

‎ سربېره  پر دې، چین د نړۍ د خوراکي خوندیتوب ستونزې د حل لپاره د چین لایحه هم وړاندې کړې ده. په ۲۰۲۱م کال کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نړيوال پرمختګ وړاندیز وکړ او د غلودانو امنيت يې د همکارۍ له اتو مهمو ساحو څخه يو وګرځاوه چې د نړيوال پرمختګ او همکارۍ لپاره يې نوی خوځنده ځواک برابر کړی دی.  

‎ چين د غلودانو د اوسنیو نړیوالو ستونزو د حلولو لپاره د ۲۰۲۲م کال په جولای کې د نړۍ د غلودانو د امنيت د همکارۍ وړانديز وکړ او د ډېرو هېوادونو له خوا پېژندل او منل شوی دی. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ وويل، چین غواړي د نړيوال پرمختګ وړاندیز د پرمخ بېولو او د غلودانو د خوندیتوب د ساتنې او د بېوزلۍ د کمولو په ساحو کې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو سره همکارۍ پياوړې کړي او د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰م کال د تلپاتې پرمختيا اجنډا د پلي کېدو ګړندي کولو او له لوږې او بېوزلۍ څخه د پاکې نړۍ د جوړولو لپاره لا ستر خدمتونه وکړي.‌