چين د کرونا وبا د وقايې او کنټرول په چارو کې د خلکو ژوند ته لومړيتوب ورکوي
CMG2022/12/30 12:38:59
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د ډسمبر په ۲۹مې نېټې په یوې خبري ناستې کې وويل، د چين حکومت په تېرو ۳ کلونو کې د کرونا وبا د خپرېدو په درشل کې د حالاتو له مخې د دغې وبا د وقايې او کنټرول تګلارې تنظیم کړي او تل یې د خپلو خلکو ژوند ته لومړيتوب ورکړی دی.

ځينو لوېديځو رسنيو ويلي، چې چين د کرونا وبا ضد تګلارې تنظيم کړي او دا د دې ښکارندويي کوي، چې د دغه هېواد حکومت د خلکو ژوند ته پاملرنه کوي.

 وانګ ون بين د لوېديځو رسنيو ياد خبر له حقیقت او ساينس لرې وباله او ویې ويل، چې ځینې لوېديځې رسنۍ د چين د بدنامۍ هڅې کوي.

 نوموړي زياته کړه، چې چين د کرونا وبا د خپرېدو په درشل کې د خلکو د ژوند   او روغتيا لپاره ډېرې هلې ځلې کړې دي.