د چين د ځنګلونو او ځمکو ملي ادارې او د طبیعي سرچېنو وزارت په دې وروستیو کې د ملي پارکونو د ترتیب پلان خپور کړی دی.
د مالوماتو له مخې، د چين په دغه پلان کې په ټول هیواد کې د ملي پارکونو ۴۹ نوماندې سيمې ټاکل شوي او عمومي مساحت یې شاوخوا يو ميلیون او سل زره کیلومتره مربع ښودل شوی دی.
په دغې جملې کې د ځمکې مساحت ۹۹۰ زره کیلومتره مربع او د سمندر مساحت شاوخوا ۱۱۰ زره کیلومتره مربع ښودل شوی دی.
که د چين د ۴۹ ملي پارکونو د ساتنې ساحې بشپړې شي، نو دغه هېواد به په يادې برخې کې په نړیواله کچه لومړی ځای خپل کړي.
(ژباړه: شکريه)