وانګ چي شان به برازيل ته سفر وکړي او د ولسمشر لولا د لوړې په مراسمو کې به برخه واخلي
CMG2022/12/30 11:06:21
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د ډسمبر په ۲۹مې نېټې په يوې خبري ناستې کې وويل، چې د برازيل د حکومت په بلنه، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ځانګړی استازی او د دولت رئيس مرستيال وانګ چي شان به د يوه پلاوي په مشرۍ د ۲۰۲۳م کال د جنورۍ په لومړې نېټه په پلازمېنې پرازيليا کې د ولسمشر لولا د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړي.

وانګ ون بين وويل، چې د چين د دولت رئيس مرستيال وانګ چي شان به د رئيس شي جين پينګ د ځانګړي استازي په توګه د ولسمشر لولا د لوړې په مراسمو کې د ګډون په پار برازيل ته سفر وکړي.

نوموړي وويل، چې برازيل ته د وانګ چي شان سفر د دواړو هېوادونو د اړيکو د اهميت ښه ښکارندويي کوي.

 وانګ ون بين زياته کړه، چې د وانګ چي شان دغه سفر به د چين او برازيل هراړخيزې ستراتيژيکې همکارۍ لوړې کچې ته پورته کړي، د دواړو هېوادونو خلکو ته به ګټې ورسوي او د سيمې او نړۍ د سولې او ثابت د ساتلو او د ګډې سمسورتيا لپاره به ګټور وي.