روسيې او ترکیې د طبيعي ګازو د لېږد رالېږد مرکز د جوړولو پروژه پېل کړې
CMG2022/12/30 11:16:49
شريکول:

د روسيې د طبيعي ګازو د صنعتي چارو شرکت (ګازپروم) د ډسمبر په ۲۸مې نېټې اعلان کړی، چې روسيې او ترکيې په ترکيه کې د طبيعي ګازو د لېږد رالېږد مرکز پر جوړولو پيل کړی دی.

ياد شرکت ويلي، چې د روسیې او ترکیې دغه چاره به د طبيعي ګازو په بازار کې ثابتې بیې او عدالت تضمين کړي.

د ګازپروم مشر الکسې ميلر ويلي، د روسیې او ترکيې مشرانو ياده پرېکړه کړې، چې د طبیعي ګازو د لېږد رالېږد مرکز د جوړولو پروژه پېل کړي او دا چاره به د ګازپروم شرکت له لوري ترسره کيږي.

 د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د سږ کال په اکتوبر کې د روسيې د انرژۍ اونۍ په نوم نړيوال فورم کې وړانديز وکړ، چې په اروپا کې به د طبيعي ګازو د لېږد رالېږد تر ټولو لوی مرکز جوړ کړي او هغه ګاز، چې د نورډ سټرېم له لارې اروپايي هېوادونو ته نه لېږدول کېږي، ياد مرکز کې به یې خوندي کړي.

  روسيه او ترکيه پلان لري، چې په ترکیې کې د طبيعي ګاز لېږد ـ رالېږد سيسټم او مرکز جوړ کړي او له همدې لارې د روسیې طبيعي ګاز پر نورو هېوادونو وپلوري.