د بلاروس بهرنيو چارو وزارت د ډسمبر په ۲۹مې نېټې د اوکراين لوی سفير احضار کړی او په هېواد کې یې د اوکراين د يوه توغندي د غورځېدو په هکله يې ورته احتجاج کړی دی.
راپورونه وايي، چې د همدې ورځې په سهار د اوکراين د ايس ۳۰۰ توغندی د بلاروس په خاورې کې غورځېدلی دی.
د بلاروس بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې د دغه هېواد ولسمشر اليکسنډير ګريګوريويچ لوکاشينکو سيمې ته څېړنيز پلاوی لیږلی او له پلټنو او مالوماتو وروسته به کره مالومات له رسنيو سره شريک کړي.