بېجينګ: امريکا بايد د خبرو اترو صميميت وښيي او عملي ګامونه باید پورته کړي
CMG2022/12/30 12:39:58
شريکول:

د چين د ملي دفاع وزارت وياند تان که فې د ډسمبر په ۲۹مې نېټې په يوې خبري ناستې کې د خبريالانو پوښتنو ته په ځواب کې وويل، که امريکا غواړي له چين سره خبرې اترې پوره اعاده کړي، نو دغه هېواد بايد خپل صميميت وښيي او په عملي ګامونو کې یې باید ثابته کړي.

تان که فې وويل، امريکا له يوې خوا له چين سره د هراړخيزو خبرو اترو د بيا پيل غوښتنه لري، خو له بلې خوا یې ګټې زيانمنې کوي او د دواړو هېوادونو د پوځونو تر منځ د تبادلو ځينې دندې يې هم پر چين اچولې دي.

نوموړي زياته کړه، که امريکا غواړي له چين سره رغنده او رغوونکې خبرې اترې وکړي، نو بايد صميميت وښيي او واقعي ګامونه باید پورته کړي، د چين مرکزي ګټو او مهمو پاملرنو ته باید درناوی ولري او د دواړو خواوو د پوځونو تر منځ د سالمو اړيکو لپاره باید فعال شرایط برابر کړي.