شي جين پينګ له ویډیو لارې د روسیې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره وکتل
CMG2022/12/30 22:36:19
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د ډسمبر د ۳۰مې نېټې په مازديزګر له بېجينګ څخه په انلاين وېډيو لارې د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره وکتل.

شي جين پينګ له پوتين سره په کتنه کې وويل، د روان ۲۰۲۲م کال په لومړيو ۱۱ مياشتو کې د چين او روسيې ترمنځ د سوداګرۍ اندازې نوی ريکارډ جوړ کړی، د پانګونې او همکارۍ جوړښت يې ښه شوی، د انرژۍ همکارۍ د دواړو هېوادونو ترمنځ په همکاريو کې مهم رول لوبولی، په مهمو برخو کې د دواړو خواوو همکاريزې پروژې ښې روانې دي. د دواړو هېوادونو کلتوري تبادلې زياتې شوې، د سپورټي تبادلې کلنی فعاليت په منظم ډول تر سره شوی او د دواړو هېوادونو د ملکي دوستۍ بنسټ لا ټينګ شوی دی. شي جين پينګ زياته کړه، چين او روسيه بايد د پېچليو او بدلېدونکو نړيوالو حالاتو پر وړاندې پر همکارۍ ټينګار وکړي، د دواړو خواوو خلکو ته دې لا زياتې ګټې ورسوي او نړۍ ته دې ثبات برابر کړي.

شي جين پينګ وويل، چين غواړي له روسيې او هغو ځواکونو سره، چې له بادارۍ غوښتنې او زور استعمال له سياست سره مخالفت کوي، د يو اړخيزم، پروټېکشنيزم او زورواکو کړنو ضد مبارزه وکړي او د دواړو هېوادونو ملي حاکميت، امنيت، د پرمختګ ګټې او نړيوال عدالت وساتي. دواړه هېوادونه بايد په نړيوالو چارو کې نږدې همغږي ولري، د ملګرو ملتونو صلاحيت، د نړيوالو قوانينو مقام او رښتينی څواړخيزم دې وساتې او د نړۍ د غلو دانو او انرژۍ امنيت د ساتلو په چارو کې دې د لويو هېوادونو مسئوليت ادا کړي. دواړه هېوادونه بايد د شانګهای همکارۍ سازمان د بېلا بېلو خواوو د يووالي او متقابل اعتماد ټينګښت وهڅوي، د مرکزي ګټو په مسئلو کې دې متقابل ملاتړ پياوړی کړي او د بهرنيو کړيو د لاسوهنې او ويجاړوونکو کړنو د مخنيوي لپاره دې لاسونه يو کړي. چين هيله لري، چې له روسيې سره د بريکس د غړو هېوادونو د شمېر زياتېدو لپاره پخې وکړي او د نويو سمسورو بازارونو او پرمختيايي هېوادونو ګډې ګټې وساتي.

دواړو مشرانو د اوکراين بحران په اړه هم نظرونه تبادله کړل.

دواړو مشرانو د ۲۰۲۳م کال د رارسېدو په مناسبت يو بل ته مبارکي او د دواړو هېوادونو خلکو ته يې نيکې هيلې وړاندې کړې.