د ۲۰۲۲م کال په اړه يادونه
CRI2022/12/30 16:19:42
شريکول:

۲۰۲۲م کال به ژر پای ته ورسيږي. 

چين په همدې کال کې له ډېرو پرمختيايي هېوادونو سره ګډې چارې او نړيوالې پياوړې همکارۍ ترسره کړي او د نړۍ د سولې، ثبات او پرمختګ لپاره يې خدمتونه کړي دي.

چين تر اوسه ۱۵۳ هېوادونو او ۱۵ نړيوالو سازمانونو ته ۱۸ ميليارډه د کرونا ويروس د ټېسټ سامان الات او د کرونا ضد ۲،۲ ميليارډه واکسينونه برابر کړي دي.

چين په ۲۰۲۲م کال کې له پرمختيايي هېوادونو سره تر ۳۰ زرو ټنو زياتو غلو دانو مرستې  کړي او په نړيوال اقصادي پرمختګ کې يې انډول له ۳۰ سلنې څخه پورته ښودل شوی دی. چين په همدې کال کې د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو پرتو هېوادونو کې د ۱۴،۸ ميليارډو امريکايي ډالرو پانګونې کړې دي.