په شينجيانګ کې د پنبې توليدي اندازه د چين د پنبې د عمومي توليد ۹۰اعشاريه ۲سلنه جوړوي
CMG2022/12/31 12:21:20
شريکول:

د چين د شينجيانګ د اويغور کورواکې سيمې مطبوعاتي وياند شو ګوی شيانګ د دسمبر په ۳۰مه نېټه وويل، چې روان کال په شينجيانګ کې د پنبې توليدي اندازه ۵ميليونه او ۳۹۱ زرو ټنو ته  رسېدلې، چې دا رقم د تېر کال په پرتله ۲۶۲زره ټنه زياتوالی ښيي او د چين د پنبې د عمومي توليد ۹۰اعشاريه ۲سلنه  جوړوي. ده وویل، چې سږني تولید تاريخي ريکارډ جوړ کړ او د پلور چارې هم کال په کال د ښه کېدو په حال کې  دي.

نوموړي  زیاته کړه، چې امريکا پر اويغوريانو د تش په نامه اجباري کارونو د دفاع قانون  جوړ او  پکې يې نیوکه کړې، چې په شينجيانګ کې د پنبې توليد په چارو کې د اجباري کارونو حالت موجود دی. امريکا غواړي له دې لارې په شينجيانګ کې د پنبې د توليد، پروسيس او پلور ځنځيرونه خراب کړي، خو هېڅ ګټه به تر لاسه نه کړي. امريکا د شينجيانګ پنبې نه غواړي، موږ کولی  شو پر دوی یې ونه پلورو، ځکه په نړۍ کې ډېر زيات کسان د شينجيانګ پنبې غواړي او د دغې پنبې بازار ډېر لوی دی.