د ډسمبر په دېرشمه نېټه د چين د ۱۳مې دورې ملي ولسي کانګرېس د دايمې کميټې په ۳۸مه غونډه کې د چين د ۱۴ مې دورې ملي ولسي کانګرېس د لومړنۍ غونډې د تر سره کېدو په هکله پرېکړه وشوه.
د يادې پرېکړې له مخې د چين د ۱۴مې دورې ملي ولسي کانګرېس لومړۍ غونډه به د ۲۰۲۳ م کال د مارچ په پنځمه نېټه په بيجېنګ کې پيل شي.
د چين د سياسي مشورتي کنفرانس د ۱۳مې دورې ملي کميټې په وروستيو کې رئيسه غونډه تر سره کړه او پکې يې وړانديز وکړ، چې د چين د سياسي مشورتي کنفرانس د ۱۴مې دورې ملي کمېټې لومړۍ غونډه به د ۲۰۲۳ کال د مارچ په څلورمه نېټه په بېجينګ کې تر سره شي.
(غاټول)