شي جين پينګ د جنوبي افريقا د خلکو د ملي کانګرېس د رئيس په توګه د رمافوسا د ټاکل کېدو په پار هغه ته د مبارکۍ پيغام واستاوه
CMG2022/12/31 22:04:12
شريکول:

 د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ د ډسمبر په ۳۱ مه نېټه د جنوبي افريقا  د خلکو د ملي کانګرېس د رئيس په توګه د رمافوسا د ټاکل کېدو په پار هغه ته د مبارکۍ پيغام واستاوه.

شي جين پينګ په دې پيغام کې وويل، د چين کمونېست ګوند او د  جنوبي افريقا  د خلکو له ملي کانګرېس سره لرغونې دوستي ساتلې، ګډو همکاريو يې ډېر پرمختګونه ترلاسه کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د هراړخيزو ستراتېژيکو همکاريزو اړيکو د پراخولو لپاره يې مهم رول  لوبولی دی. نوموړي هيله وښوده چې له ښاغلي رمافوسا سره د دواړو ګوندونو او دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پرمختګ لپاره ګډه لارښوونه وکړي او د چين او افريقا د ګډ برخليک او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو لپاره ګډې هڅې وکړي.