د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس ملي کمېټې د دسمبر د ۳۰مې نېټې په سهار په بېجينګ کې د دغې کمېټې په تالار کې د نوي کال په مناسبت لمانځغونډه تر سره کړه.
د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېټې رئيس شي جين پينګ په ياده غونډه کې مهمه وينا وکړه. شي جين پينګ پر دې ټينګار کړی، چې د چين ولسي سياسي مشورتي کنفرانس ملي کمېټه بايد په هراړخيزه توګه د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرېس روحيې زده او تطبيق کړي، د کمونېست ګوند پر لارښوونې ټينګار وکړي، واحدې جبهې ټينګې کړي، سلامشورې او ډيموکراسۍ ګډې کړي، د سلامشورو او د نظريو تبادلې اندازه ژوره کړي، په پوره توګه نظريې څرګندې کړي، ګډې نظريې راغونډې کړي او په نوې زمانه کې د نوي مزل د هدف او دندې عملي کولو لپاره هلې ځلې وکړي.
شي جين پينګ په اشارې سره ويلي، چې د چيني ملت د بيا سمسورتيا خوب رښتيني کول د ټولو چينايانو ګډو هڅو ته اړتيا لري. موږ بايد د وطن پالنه وکړو، واحدې جبهې ټينګې کړو او په ګډه د دغه خوب لپاره کار وکړو.