د چين او روسیې مشرانو يو بل ته د نوي کال په مناسبت د مبارکۍ پيغامونه واستول
CMG2022/12/31 19:43:59
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د روسیې ولسمشر ولاديمير پوټين د دسمبر په ۳۱مه نېټه يو بل ته د نوي کال په مناسبت د مبارکۍ پيغامونه واستول.

شي جين پينګ د چين د حکومت او خلکو په استازيتوب د روسیې ولسمشر او خلکو ته د زړه له کومي نيکې هيلې وړاندې کړې. شي جين پينګ وویل ، چې ۲۰۲۲م کال ډېر ارام کال نه و او په دې کال کې نړيوال حالات د چټک بدلون په حال کې وو او کرونا وبا په دوامداره توګه خپره شوه، خو په دې کال کې د چين او روسیې اړيکې تل د سالم پرمختګ په حال کې وساتل شوې . په دې کال کې په اقتصادي او تجارتي ساحو کې د چين او روسیې همکارۍ په ثابته توګه ټينګې شوې او د انرژۍ،پانګونې، تګ راتګ په شمول ساحو کې د دواړو خواوو همکاريو کې ډېرې نوې لاسته راوړنې تر لاسه شوې.

شي جين پينګ زياته کړه، چې ۲۰۲۳م کال به په چين کې د کمونېست ګوند د شلم کانګرېس د روحيې د هراړخيز تطبيق د پيل کال وي. د چين او روسیې تر منځ اړيکې به له نويو فرصتونو سره مخ وي. زه غواړم، چې له ولسمشر پوټين سره نژدې تګ راتګ وساتم، په هراړخيزه توګه ستراتيژيکې همغږۍ او په بېلا بېلو ساحو کې واقعي همکارۍ پياوړې کړو ، چې د دواړو هېوادونو خلکو ته ګټې ورسوي.

ولسمشر پوټين د نوي کال په مناسبت شي جين پينګ ته مبارکي څرګنده کړه او چينايانو ته يې د نېکمرغۍ او ارامتيا هيلې وړاندې کړې. پوټين وويل، چې په تېر يو کال کې د روسیې او چين تر منځ هراړخيزې، ستراتيژيکې او همکاريزې دوستانه اړيکې په مداومه توګه پياوړې شوې. ده وویل، چې د دواړو هېوادونو تر منځ سياسي ډيالوګ ټينګ شوی، دوه اړخيز سوداګريز حجم تاريخي ريکارډ جوړ کړی او د نړيوال ترافيک د تاسيساتو پروژه بشپړه شوه.  نوموړي باور څرګند کړ، چې د دواړو خواوو تر ګډو هڅو لاندې به د دواړو هېوادونو تر منځ همکارۍ نوې او لا لوړې سويې ته ورسېږي او د روسیې او چين خلکو ته به ډېرې ګټې ورسوي.

دغه راز د چين صدراعظم لي که چيانګ او د روسیې صدراعظم ميخايل ميشوسټين په همدې ورځ يو بل ته د نوي کال په مناسبت مبارکۍ ورکړې.