افغان کارپوه: چين د افغانستان د کرنې د ميکانيزه کېدو په برخه کې غوره مرسته کولای شي
CMG2022/12/31 12:31:49
شريکول:

د ډسمبر په ۲۵مه نېټه د چين د دولت رييس شي جين پينګ د کليوالو سيمو په يوې غونډې کې يوه مهمه وينا وکړه او پکې يې دې ته په اشارې ويلي چې د کرنې پياوړتيا د پياوړي سوسياليستي عصري هېواد بنسټ دی. د خلکو د نېکمرغه ژوند د اړتياوو پوره کول، د هېواد باکيفيته پرمختګ او د دولتي امنيت بنسټ ټينګېدل د کرنې له پرمختګ سره تړاو لري، نو موږ دې د کرنې پياوړتيا لپاره ډېرې هلې ځلې وکړو. د ډېرو هېوادونو کرنيزو شخصيتونو او کارپوهانو د ده د خبرو په اړه غبرګونونه ښودلي او وينا يې ستايلې ده. د افغانستان د چاپېريال ساتنې د ملې ادارې چارواکي او کرنيز کارپوه ذبيح الله پادشاه په  دې هکله د چين د ميډيا ګروپ له خبريالې سره د مرکې په ترڅ کې داسې ويلي چې چيني مشر د خپل هېواد د ښېرازۍ او پرمختګ او د خپل هېواد د وګړو د ښه راتلونکي د تضمین په موخه نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي، د دغه هېواد کرنه يې ميکانیزه کړې او کرنیز اقتصاد ته يې پرمختګ ورکړی دی. چین د افغانستان لپاره يوازينی ګاونډی هېواد دی چې زموږ د هېواد ستونزې ښې درک او د کرنې په برخه کې را سره مرسته کولی شي.

رښتيا ده چې په وروستيو لسو کلونو کې چين د غلودانو د توليد، د کرنيز جوړښت، د کرنيزې علمي سويې او د کرنې د ميکانيزه کېدو په برخه کې يې ډېرې هڅې کړې دي. د بېلګې په توګه د کرنې د ميکانيزه کېدو سويه تر زياتې اندازې پورې لوړه شوې او په ۲۰۱۹ کال کې د هېواد په زياترو کليوالو سيمو کې د کرنيزو توليداتو د ميکانيزه کېدو انډول له اويا سلنې څخه اوښتی دی. د چين په شان افغانستان هم يو کرنيز هېواد دی او پراخې کليوالې سيمې لري. خو په افغانستان کې د کرنې پرمختګ دومره پرمختللی نه دی. ښاغلي پادشاه د افغانستان د کرنې پرمختګ د یادونې په ترڅ کې داسې ويلي، ښایي تاسو ته هم مالومات وي چې د افغانستان شاوخو ۸۵ سلنه خلک د کرنې په برخه کې په کار بوخت دي، خو بیا هم پر دې نه توانېږي، چې د کرنیزو حاصلاتو له پلوه پر ځان بسیا شي، لامل یې دا دی، چې په لرې پرتو کليوالو سیمو کې یې کرنه تر دې دمه په هماغه پخواني سيستم پر مخ روانه ده او لا ميکانيزه شوې نه ده. که چېرې د افغانستان دولت پورته ذکر شوو ستونزو ته د حل لارې ولټوي، تر څنګ یې بهرنۍ مرستې په ښه توګه مدیریت کړي او د هېواد د کرنې د ميکانیزه کولو په برخه کې یې مصرف کړي، ډاډه یم چې افغانستان به د کرنې په برخه کې د سیالانو سیال وي، اقتصاد به یې په پښو درېږي او له دغه ستونزو چې اوسمهال پکې را ګیر دی، خلاصون پیدا کوي. دغه ستونزې د چین هېواد تر بل هر چا ښې درک کولای شي، ځکه چین هېواد دا ټولې ستونزې تجربه کړې او اوس مهال د ميکانیزه کرنې له پلوه د سیمې په کچه یو له سترو هېوادونو څخه دی.

چين په ځينو کليوالو سیمو کې د مېوو او چای په شمول ځانګړو چارو او په دغو سیمو کې سيلانيزو چارو ته پرمختګ ورکړی چې له دې لارې بزګران شتمن شوي او ورسره يې کرنيزو چارو هم چټکتيا موندلې ده. اوس چين په دې برخه کې ډېرې تجربې راغونډې کړې دي. ښاغلي پادشاه په دې اړه وويل، افغانستان۳۴ ولایتونه لري چې هر یو یې له ځانه د کرنې له پلوه په یوه ځانگړي کرنیز محصول مشهور دی. د بېلګې په توګه په کندهار کې انار، په هرات کې انګور، انځیر او زعفران، د وردګو مڼې او داسې نور. که چېرته په دغو ولایتونو کې د بزګرانو ستونزې حل شي، یاد حاصلات به نور هم ډېر او ولایتونو ته به د سیلانیانو تګ را تګ زيات شي چې دغه چاره به د هېواد پر اقتصاد مثبت اغېز پرېباسي. چين د افغانستان یوازینی ګاونډی هېواد دی، چې د افغانستان ستونزې ښې درک کولای شي او په ښه توګه کولای شي ورته د حل لارې پیدا کړي. چین هم کولای شي چې د کرنې په برخه کې مسلکي کسان وروزي، د اوبو د مدیریت په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي، د اوبو بندونه جوړ کړي او د کرنې په برخه کې یې د ګټې اخیستنې وړ وګرځوي. چين داسې هېوا دی، چې د کرنې په برخه کې پر ځان بسیا هېوا دی او په ډېره ښه توګه د یوه غير ميکانیزه هېواد ستونزې درک کولای شي. د مسلکي خلکو د روزلو او د کرنې په برخه کې د هغوی د وړتیاوو د لوړولو په موخه د چین هڅې به بې ځایه نه وي.