چين به د نوښت له لارې د پرمختګ د موندلو ستراتيژۍ ته ادامه ورکړي
CMG2022/12/31 11:19:36
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د ډسمبر په دېرشمه نېټه  وویل، چې چین به د نوښت له لارې د پرمختګ موندلو لپاره د اړوندې ستراتيژۍ پلي کولو ته دوام ورکړي، د عصري کېدو په بهير کې به د نوښت پر کليدي مقام ټينګار ولري او له نورو هېوادونو سره به د نوښت او پرمختګ لاسته راوړنې شريکې کړي.

د پوهنې ملکيت حق نړيوال سازمان په دې وروستيو کې د ۲۰۲۲ کال د نوښت په اړه نړيوال ګراف خپور کړی، چې له مخې يې د چين مقام په ۲۰۱۲ کال کې له ۳۴م څخه ۱۱م ته لوړ شوی او په ۲۰۲۱ کال کې د چين له خوا د ساتل شويو انحصاري حقونو شمېر په نړۍ کې لومړی ځای نيولی دی.

دغه راز وانګ ون بين وويل، چې چين تل د پوهنې ملکيت حق ته په درنه سترګه ګوري او په دې برخه کې يې ډېرې هڅې  کړي، چې همدا د نوښت او پرمختګ سويې د لوړوالي او د باکيفيته پرمختګ د پرمخبېولو لپاره د ملا په څېر مهم رول لوبولی دی.

هغه زياته کړه، چې چين د پوهنې ملکيت حق د ساتلو ترڅنګ له نورو هېوادونو سره هم همکارۍ پياوړې کړې دي. تر اوسه چين په رسمي توګه د صنعتي ډيزاين د نړيوال ثبت په اړه د هاګ تړون کې او د چاپ  حق په اړه د مراکيش تړون کې برخه اخيستې او د چين او اروپا د جغرافيايي نښو د ساتنې او همکارۍ تړون يې هم لاسليک کړی دی.

(غاټول)