د امريکا دفاع وزارت ويلي، چې د دغه هېواد بهرنيو چارو وزارت پر تايوان د ۱۸۰ ميليونو امريکايي ډالرو په ارزښت د ټانک ضد ماين اېښودلو سيستم د پلور پلان تصويب کړی دی. د چین د دفاع وزارت ویاند تان که فی د ډسمبر په ۳۰ مه نېټه د دغه وزارت په مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې هېواد به يې د امريکا دغې کړنې ته ځوابي اقدامات غوره کړي.
نوموړي وويل، د امريکا کړنه د يو چين پېژندنې له اصل او د چين او امريکا له دريو ګډو اعلاميو په تېره بيا له ۸.۱۷ اعلاميې څخه سرغړونه ده، د چین ملي حاکمیت او امنيت ته يې زيان رسولی، د تايوان د بېلتون غوښتونکو د نفوذ په پراخولو کې يې مرسته کړې، د دې تنګي سوله او ثبات يې خراب کړی او چين له دې کړنې سره ټينګ مخالفت کوي.
نوموړي د امریکا هغه دسيسه، چې د تايوان په کار اخيستلو د چین د پرمختګ ځپل او د چين د يووالي خرابول غواړي، د ويښې خوب بللی او له امريکا څخه يې غوښتي، چې پر تايوان د وسلو پلور بند کړي او له دې سيمې سره دې پوځي اړيکې پرې کړي.