په ټول اوکراين کې د هوايي دفاع زنګ وهل شوی دی
CMG2023/01/01 15:20:56
شريکول:

د اوکراين خبري رسنيو د نوي کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه خبر ورکړ چې په ټول اوکراين کې د هوايي دفاع زنګ وهل شوی دی.

د چين ميډيا ګروپ د خبر له مخې په همدې ورځ د اوکراين په پلازمينه کيف کې چاودنه وشوه.

سربېره پردې د اوکراين خبري رسنيو د ۲۰۲۲م کال د ډسمبر په ۳۱مه نېټه خبر ورکړی چې روسي بې پيلوټه الوتکو پر کيف بريدونه کړي، خو د کيف ښاروال وويل چې د ښار هوايي دفاعي سيستم د هدف مخه نيسي او په ورته وخت کې د کيف ولایت د پوځي او سياسي چارو مشر کولبا پر خلکو غږ وکړ چې ژر تر ژره د ځمکې لاندې پټنځايونو کې پټ شي.