د ۲۰۲۲م کال د ډسمبر تر ۳۱مې نيټې پورې د چين د نفتو او ګازو په تر ټولو لویه ((چانګ چينګ)) سيمه کې د نفتو توليدي اندازه له ۶۵ مليونو ټنو څخه اوښتې او دغه رقم ۶۵ مليون، ۱۵ زره او ۵۰۰ ټنو ته رسيدلې چې دا د نورو نفت لرونکو سيمو په پرتله ډېره زياته ده.
د معلوماتو له مخې، د چانګ چينګ نفتي سيمې کې ۳۵ نفت او ۱۳ ګاز توليدونکي ځايونه شتون لري او د هېواد لپاره يې خدمتي اندازه له ۸۹۰ مليونو ټنو څخه اوښتې ده، نو دغه نفتي سيمه د چین د نفتو او ګازو انرژیو د خونديتوب د ډاډمنتیا لپاره مهم رول لوبوي. تېر کال په دې سيمه کې د نفتو او ګازو توليدي اندازه د وړم کال په پرتله ۲ مليونه ۵۶۹ زره او ۲۰۰ ټنه زياته شوې ده.
(غاټول)