د ميانمار پوځ يو کلن اوربند اعلان کړ
CMG2023/01/01 15:19:14
شريکول:

د ميانمار د دفاعي پوځ قوماندانۍ د ۲۰۲۲م کال د ډسمبر د ۳۱مې نيټې په شپه د يوې اعلامیې په خپرولو سره د ۲۰۲۳م کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د همدې کال د ډسمبر تر ۳۱مې نيټې پورې اوربند اعلان کړ.

په دې اعلاميې کې راغلي چې د ميانمار پوځ د سولې بهير د پرمخبيولو او د خلکو د دايمي سولې د ارمان د پوره کولو په موخه د اوربند اعلان کړی او د دفاع او د عامه امنيت د ساتلو او پر حکومتي امنيت د بريدونو د مخنيوي پر اړينو عملونو سربېره به نور پوځي عمليات بند کړي.

(غاټول)