د چين د ايستن هوايي شرکت د نوی کال د لومړۍ نېټې په اتو بجو او دېرشو دقيقو لومړی C919 مسافروړونکې الوتکې د شانګهای له هونګ چياو نړيوال هوايي ډګر څخه د بېجينګ د دا شينګ نړيوال هوايي ميدان په لور ازمايښتي الوتنه وکړه چې دا د ۲۰۲۲ م کال د ډسمبر له ۲۶مې نېټې څخه د دغه ډول الوتکې ۹مه الوتنه ده. د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې دا الوتکه به له ۱۰۰ ساعته ازمايښتي پرواز وروسته، رسمي الوتنې پيل کړي.
(غاټول)