د ترکيې د بهرنيو چارو وزير چاوشګلو د ۲۰۲۲ م کال د ډسمبر په ۳۱مه نېټه ويلي چې دی به د جنورۍ په وروستۍ لسيزه کې د روسیې او سوريې له بهرنيو چارو وزيرانو سره وګوري.
ده ويلي چې دا ناسته به په يوه درېيم هېواد کې وي، خو د دغه درې اړخيزې ناستې د کوربه هېواد نوم يې نه دی په ډاګه کړی.
د يادو درېیو هېوادونو د دفاع وزيرانو د ۲۰۲۲م کال د ډسمبر په ۲۸مه نېټه په مسکو کې په يوې غونډې کې د سوريې او کډوالو مسئلې او په سوريه کې له توندلارو سره د مبارزې په باب بحث وکړ.
ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان د تېرې میاشتې په لومړنۍ لسيزه کې د وويل، وروسته تر هغه چې د ترکيې، روسيې او سوريې د استخباراتي، دفاعي او ډيپلوماتيکو چارواکو غونډه جوړه کړې، د مشرانو درې اړخيزه غونډه هم تر سره کيدای شي. هغه په خپلو خبرو کې ويلي چې د روسيې ولسمشر پوتين د ياد وړانديز هرکلی څرګند کړ.
(غاټول)