تېر کال د ناټو پر غړو هېوادونو د امریکا د وسلو خرڅلاو د وړم کال په پرتله نژدې دوه برابره زيات و
CMG2023/01/01 12:25:05
شريکول:

د امريکا د بهرنۍ پاليسۍ مجلې د ۲۰۲۲م کال د ډسمبر په ۲۹مه نېټه خبر ورکړی، په داسې حال کې چې امريکا په پر له پسې توګه اوکراين ته وسلې ليږدولې دي، په تېر يو کال کې دغه هېواد د ناټو پر غړو هېوادونو د وسلو خرڅلاو د وړم کال په پرتله نژدې دوه برابره زیات کړی دی.

د امريکا د پټاګون شمېرنه ښيي چې په ۲۰۲۱م کال کې امريکا د ناټو پر غړو هېوادونو د وسلو خرڅلاو ۱۴ پلانونه منظور کړي چې ارزښت يې شاوخوا ۱۵ ميليارډه او ۵۰۰ مليونه امريکايي ډالره و. خو په ۲۰۲۲م کال کې يې ۲۴ همدغه شان پلانونه منظور کړي چې عمومي ارزښت يې شاوخوا ۲۸ ميليارډه امريکايي ډالره و.

د روسيې د خبري رسنيو د خبر له مخې، د تېر کال له فبروري څخه امريکا نه يوازې د ناټو پر غړو هېوادونو وسلې پلورلې، بلکې اوکراين ته يې هم وسلې برابرې کړې او د جنګ پر اور يې تيل اضافه کړي دي. په ورته وخت کې د امريکا د پوځي تصديو ګټې هم نوی ريکاډ جوړ کړی دی.(غاټول)