د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې خلکو د ۲۰۲۳م کال د رارسيدو د نمانځنې لپاره فعاليتونه تر سره کړي
CMG2023/01/01 15:17:29
شريکول:

د ۲۰۲۲م کال د ډسمبر په ۳۱مه نېټه د نړۍ په ډېرو هېوادونو او سيمو کې خلکو د اورلوبو او د څراغونو د رڼا نندارې له لارې د ۲۰۲۳م کال رارسيدل ونمانځل.

نيوزيلنډ کې د نړۍ له نورو هېوادونو مخکې نوی کال پيل شو او په پلازمينه اکلنډ کې يې د نوي کال د رارسيدو په مناسبت خلکو ته د څراغونو رڼا ننداره وړاندې شوه.

استراليايانو په سيدني کې د اورلوبو له لارې د ۲۰۲۳م کال رارسيدل ونمانځل. جاپانیانو د ۲۰۲۳م کال د جنورۍ د لومړۍ نيټې په صفر بجو د توکيو په اساکوسا معبد کې راهبانو د زنګ وهلو له لارې د نوي کال رارسېدل ونمانځل.

(غاټول)