ملګري ملتونه به د چين د نوي کرنيز کال په مناسبت ټاپې جوړې کړي
CMG2023/01/01 15:26:02
شريکول:

د م.م پوستي اداره به د ۲۰۲۳م کال د جنورۍ په شلمه نېټه په نيويارک کې د چين د نوي کرنيز کال (سوی کال) د رارسيدو په مناسبت ځانګړې ټاپې چاپ او صادرې کړي.

د م.م پوستي ادارې د ۲۰۱۰م کال په می کې په لومړي ځل د يوه چينايي زمري په بڼه ټاپې چاپ کړې او تر ۲۰۲۱م کاله پورې يې د دوولسو چينايي زمرو ټاپې صادرې کړې دي. دغه راز ياده اداره به په جلا جلا توګه په نيويارک، ژنيو او ويانا کې د ډالرو، د سويس فرانګ او يورو په بڼه ټاپې هم چاپ کړي.

(غاټول)