تېر۲۰۲۲م کال په نړۍ کې د هېچا لپاره عادي نه و
بدلونونه او ستونزې
د امريکا ((ويبسټرس قاموس)) د ۲۰۲۲م کال د ډېرو کارول شویو کلمو درجه بندي خپره کړې چې له مخې يې ((اوميکرون)) د دغې درجه بندۍ په سرکې قرار لري. په ۲۰۲۲م کال کال کې هم کرونا وبا په چټکۍ خپره شوه او د کوويډ -۱۹ ويروس پر اوميکرون بڼې تر ټولو زیات خلک اخته شوي او د ۲۰۲۲م کال د ډسمبر تر ۲۴ مې نېټې پورې په ټوله نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر له ۶۵۱ ميلیونو تنو زيات او له دې امله يې د مړينو شمېر له ۶ ميليونو او ۶۵۰ زرو تنو څخه اوښتی دی.
د کرونا وبا پر منفي اغېزو سربيره د جيوپوليتيکس تاوتريخوالی، د پارټ بازۍ او تقابل، د پيسو پړسوب يا انفلاسيون او د انرژۍ د کمښت په ګډون ډېرې نورې ستونزې او ننګونې رامنځته شوې او نړۍ يې نا ارامه کړې ده.
په اروپا او امريکا کې د پيسو پړسوب کچه له تېرو لسګونو کلونو راهیسې بې سارې زیاته شوې او اقتصاد يې مخ په پرځېدو دی. اروپايي هېوادونه پر روسيې د بنديزونو د لګولو ترڅنګ د انرژۍ د بيو د ډېر لوړوالي له امله هم له ستونزو سره مخ شوي او صنعت يې ډېر کمزور شوی دی.
په ۲۰۲۲م کال کې يو شمېر هېوادونه د ښې حکومتوالۍ په برخه کې هم له ستونزو سره مخ شول. د بريتانيې لومړی وزير د ۵۰ ورځو په اوږدو کې درې ځلې بدل شو او په لويې پيمانې اعتصابونه يو په بل پسې رامنخته شول. په امريکا کې د منځنۍ مودې د ټولټاکنو پر مهال د ګوندونو ترمنځ سيالۍ کې سياسي تضادونه پېښ شول او د وسلو کنټرول، مهاجرينو، توکم پالنې په ګډون يې يو لړ ستونزې ډېرې سختې شوې. ارجنټاين ، ترکيه او يو شمېر نور مخ پر وده اقتصادونه د امريکايي ډالرو د سود کچې له زياتوالي اغېزمن شول. پاکستان، بنګلادېش، اتوپيا او يو شمېر نورو هېوادونو له نړيوالې ټولنې د بېړنيو مالي مرستو او پورونو غوښتنه وکړه. دغه راز يو شمېر افريقايي او لوېديځې اسيا هېوادونه د غلودانو له بحران سره مخ شوي دي.
د پردې تر شا د نړيوالو بدلونونو او ستونزو رامنځته کېدو کې پټ لاس شته
دغه لاس پارټ بازي او تقابل را پاروي. د چين د مخنيوي په موخه يې د اندو- پاسيفيک ستراتېژي جوړه کړې، له بريټانيې او استراليا سره يې د ذروي اوبتلونو په جوړولو کې ګډې همکارۍ پيل کړې، دغه راز د امریکا لويې وچې نهمه سرمشريزه ، د امريکا او ارام سمندر د ټاپوګانو هېوادونو لومړۍ سرمشريزه او د امريکا او افريقا دويمه سرمشريزه يې ترسره کړه او له دې لارې يې غوښتي چې د خپل نړيوال مقام د ساتلو لپاره پارټ بازۍ وکړي.
دغه لاس د بادارۍ د پراخولو په لټه کې دی. د ډيموکراسۍ په پلمه يې د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې مداخله کړې، ((د پيسو پړسوب د کمولو قانون)) او د ((چيپ او ساينس قانون)) يې جوړ او تطبيق کړي او له دې لارې يې غوښتي، چې د نورو هېوادونو د پرمختګ مخه ونيسي.
بحرانونه او چانسونه
نړيوال دې څه انتخاب کړي؟ سوله که جګړه؟ ورخلاصون که ځان تړل؟ يووالی که بېلتون؟
د ۲۰۲۲م کال په جون کې د هسپانيې په مادريد ښار کې د ناټو د سرمشريزې پرمهال لاريونونه وشول. لاريون کوونکو په لوړ اواز وويل، موږ جګړه نه غواړو! ناټو يوه ليوني اورګاډي ته ورته ده او د جګړې ماشین رول لوبوي، دغه سازمان باید ړنګ شي!
د ۲۰۲۲م کال په ډيسمبر کې د سوداګرۍ نړيوال سازمان ۳۲ غړو هېوادونو په ګډه پيغام خپور کړ او د امريکا د سوداګريز پروټېشنيزم تګلارې يې وغندلې.
د نړیوالتوب د کمزورېدو او د يواړخيزم د لوړېدو پر وړاندې د سيمه ييزو هراړخيزو اقتصادي همکارانو د اړيکو تړون يا رسيپ تړون (RCEP) نافذ شو او په تېر يو کال کې يې د پام وړ لاسته راوړنې درلودې. دغه تړون د اسيان د ۱۰ غړو هېوادونو او چين، جاپان، د کوريا جمهوریت (جنوبي کوریا)، استراليا او نوي زيلنډ په ګډون ۱۵ هېوادونو لاسليک کړ چې هدف يې د اسيا او ارام سمندر سيمې د اقتصادي يووالي تقويه کول دي. دغه تړون د څواړخيزم د مهم ارزښت ښکارندويي کوي او ښکيلو غاړو ته يې ګډې ګټې رسولې دي. د روان کال له جنورۍ تر نومبر پورې د دغه تړون له نورو ۱۴ غړو هېوادونو سره د چين د وارداتو او صادراتو ارزښت د ۲۰۲۱م کال د همدې مودې په پرتله ٪ ۷.۹ زياتوالی ښيي.
د نړۍ د ناارامۍ پر وړاندې دوو لويو سپورټي لوبو یوځل بيا نړیوالو ته د يووالي ځواک وښود.
په بېجينګ کې د المپيک او پارالمپيک ژمنۍ لوبې او په قطر کې د فوټبال نړيوال جام ترسره شول. لوبغاړو د تابعيت توپير هير کړ او د سيالۍ برياليتوبونه يې په ګډه ونمانځل، چې همدا د سپورټ د ځانګړي اهميت ښکارندويي کوي.
په نړۍ کې داسې بدلونونه چې په تېرو سلو کالونو کې يې ساری نه دی لیدل شوی، په چټکۍ رامنځته شوي او د نړيوالو ننګونو په لرې کولو کې چين همېشه مثبت رول لوبوي.
چين د نړۍ دويم لوی اقتصاد دی او پرمختګ يې پر نړيوال پرمختګ ډېرې اغېزې لري.
چين په ۲۰۲۲م کال کې د کرونا وبا د کابو کولو اقدامات تنظيم کړي او د خلکو د ژوند او روغتيا د تامينولو ترڅنګ يې پر اقتصادي ودې تمرکز کړی دی. د ۲۰۲۲م کال له جنورۍ تر نومبر پورې د چين د مالونو د وارداتو او صادراتو عمومي ارزښت ۳۸۳۴۰ ميليارډو يوانو ته رسېدلی چې د ۲۰۲۱م کال د همدې مودې په پرتله ٪ ۸.۶ زياتوالی ښيي او د نړيوال صنعتي او اکمالاتي ځنځيرونو په تامينولو کې يې مهم رول لوبولی دی.
چين په ۲۰۲۲م کال کې نړيوال وارداتي نندارتون، د خدماتي سوداګرۍ نندارتون او يوشمېر نور نړيوال نندارتونونه هم ترسره کړل او له دې لارې يې د نورو هېوادونو پر مخ خپله پرانيستې دروازه نوره هم پراخه کړې ده.
د چين دولت رئيس شي جین پينګ د ۲۰۲۲م کال په اپريل کې په لومړي ځل د نړيوال امنيت وړانديز مطرح کړ او نږدې ۷۰ هېوادونو د دې وړانديز له مخې د نړيوال پرمختګ وړانديز د دوستانو نومي ګروپ کې ګډون کړی دی.
چين په همدې کال کې د کوپ ۱۵ (COP15) غونډې د رئيسه هېواد په توګه دنده ترسره کړه او د بيولوژيکي تنوع په ساتلو کې يې لارښوونکی رول لوبولی دی.
نوې لار
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونيو ګوټرس د ۲۰۲۳م کال د را رسېدو په مناسبت د مبارکۍ پيغام پر مهال هيله وښوده چې ۲۰۲۳م کال يو امن کال وي.
چين په ۲۰۲۳م کال کې د سوسياليستي عصري هېواد د هراړخيزې ابادۍ بهیر پيل کړی او هڅه کوي چې د چیني شکله عصري کېدو له لارې د چيني ملت د سترې بيا احيا بهير پرمخ يوسي او د دې ترڅنګ نړيوالو ته د عصري کېدو نوی لار برابره کړي. برسيره پردې، د چین مشرتابه په کلنۍ ملي اقتصادي غونډه کې ځان ته موخه ټاکلې چې په ۲۰۲۳م کال کې به خپل لومړيتوب د کرونا وبا د کابو کولو ترڅنګ اقتصادي او ټولنيزې ودې ته ورکړي.
د امريکا ((سياستوال)) ويبپاڼې وړاندوینه کړې چې د چين پرمختګ به په نوي کال کې ډېر چټک شي. د امريکا (( ډيپلوماتيکې پاليسۍ)) مجلې تحليل کړی چې په ۲۰۲۳ م کال کې به د چين اقتصادي وده بيا زياته او سېلانيز بازارونه به يې بيا ګرم شي.
۲۰۲۳م کال په چين کې د ورخلاصون او اصلاحاتو تګلارو د تطبيق ۴۵ مه کليزه او د يو کمربند او يوې لارې طرحې د وړاندې کېدو لسمه کليزه ده.
که د پرمختګ مثبت تمايل ښه وساتل شي، نو په نوي کال کې به د نړۍ د بېلابېلو ځايونو د خلکو ترمنځ تړاو به لانږدې او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنه به لاټينګه شي.