شي جين پينګ او رودني ویلیمز یو بل ته د مبارکۍ پيغامونه ليږلي
CMG2023/01/02 11:38:46
شريکول:

د چین د دولت رئیس شي جین پينګ او د انتيګوا او باربودا عمومي والي رودني ویلیمز د دواړو هېوادونو د رسمي اړیکو د ټينګېدو د ۴۰ کالیزې په مناسبت یو بل ته د مبارکۍ پیغامونه ليږلي دي.

شي جين پينګ په خپل پيغام کې ويلي، چې انتيګوا او باربودا په کارابین سیمې کې د چین مهم همکار دی، د دواړو هېوادونو اړیکو په تېرو ۴۰ کالونو کې ثابت پرمختګ موندلی او همکاریو يې اغېزمن بریالیتوبونه تر لاسه کړي دي.

نوموړي ويلي، چې هېواد به یې په راتلونکي کې له انتيګوا او باربودا سره په بېلا بېلو برخو کې خپلمنځي همکارۍ نورې هم ټينګې کړي.

د چین صدراعظم لي که چیانګ او د انتيګوا او باربودا لومړي وزير ګستون براوني هم په همدې ورځ يو بل ته د مبارکۍ پيغامونه ليږلي دي.

(هیله)