د هند بهرنیو چارو وزارت د جنورۍ په لومړۍ نېټې په یوې اعلامیې کې ويلي، چې له پاکستاني لوري سره یې د دواړو هېوادونو د اټومي تجهيزاتو د نه کارولو تړون له مخې د زروي تجهيزاتو د لېستونو تبادله کړي دي.
پاکستان د خپلو اټومي تجهيزاتو لېست د جنورۍ په لومړۍ نېټې په دغه هېواد کې د هند د لوړ پوړو چارواکو دفتر استازي ته سپارلی او په ورته وخت کې د هند بهرنيو چارو وزارت هم خپل لېست پاکستاني لوري ته سپارلی دی.
هند او پاکستان د ۱۹۸۸م کال په ډسمبر کې د اټومي تجهیزاتو د نه کارولو تړون لاسليک کړی او دواړه هېوادونه د هر کال د جنورۍ په لومړۍ نېټې د اټومي تجهیزاتو د لېستونو تبادله کوي.
(هیله)