کرواتيا د يورو او سچينګن تړون کې رسماً شامله شوه
CMG2023/01/02 11:56:52
شريکول:

کرواتيا د ۲۰۲۳م کال د جنورۍ په لومړۍ نېټې په رسمي توګه سچينګن تړون کې داخله شوې او په هېواد کې يې د يورو چلند پيل کړی دی.

په کرواتيا کې به د ۲۰۲۳م کال تر پایه د سوداګريزو توکو د بيو نښې په کوڼا(Kuna)او يورو لګيږي.

د کرواتيا خلک اوس کولی شي، چې په بانکونو، پوسټي ادارو او پولي څانګو کې خپلې پیسې له کوڼا څخه يورو ته وړيا بدلې کړي.

کرواتيا په سچينګن سيمې کې له شاملېدو سره هممهاله د اروپايي ټولنې د غړو هېوادنو پر ځمکنيو او سمندري بندرونو محدوديتونه هم لغوه اعلان کړي دي.

کرواتيا به د اروپايي ټولنې پر غړو هېوادونو هوايي ټرانسپورټي محدوديتونه د مارچ په ۲۶مې نېټې منحل کړي.