د ورېښمو لارې ۹م نړیوال فلمي فیسټېوال د جنورۍ په لومړۍ نېټې د چین د شان شي ولايت په شي ان ښار کې پرانیستل شو.
د چین کمونست ګوند د مرکزي کمېټې د مطبوعاتو څانګې مرستیال او د چین ميډیا ګروپ مشر او د ورېښمو لارې ۹م نړیوال فلمي فیسټېوال د تشکيلاتي کمېټې مدیر شن های شیونګ د دغه فلمي فیسټېوال په پرانیستونکو مراسمو کې وویل، چې سږ کال د چين د دولت رئيس شي جين پينګ لخوا د یو کمربند او یوې لارې وړاندیز د وړاندې کېدو له لسمې کالیزې سره برابر دی.
شن های شیونګ په خپلو خبرو کې، د ورېښمو لارې ۹م نړیوال فلمي فیسټېوال د یو کمربند او یوې لارې د باکیفیته پرمختګ، له نورو هېوادونو سره د کلتوري تمدن د تبادلې او نړۍ ته د چین هنر او کلتور د ښودلو یو اغېزمن ګام بللی دی.
د دغه فلمي فیستوال د ورېښمو طلايي لارې جایزې د ۹۰ هېوادونو او سیمو ۱۵۹۸ فلمونه راجلب کړي دي.
(هیله)