رسيپ د سيمې د ورخلاصون او اقتصادي مشارکت نمونه جوړه کړې
CMG2023/01/02 14:59:16
شريکول:

د چین په تيان جين بندر کې د نفتي توليداتو د يو شرکت کارکوونکي سي اېم جي ته ويلي، چې د هغه د شرکت تولیداتو د جاپان بازارونو ته نېغه لاره موندلې او د سيالۍ توان يې پیاوړی شوی دی. د نوموړي په وينا، د هغه د شرکت د  توليداتو يوه جوپه له جنوبي کوريا څخه د چین د تيان جين بندر له لارې جاپان ته ليږدول شوې او د ليږد په بهير کې ترې ګمرکي تعرفي نه دي اخيستل شوي او ټول ماليات ورته معاف شوي دي.

همدا د رسيپ (RCEP)  يا د سيمې د هراړخيزو اقتصادي همکاريزو اړيکو تړون د نافذېدو او د دې تړون د غړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريزو اړيکو د پراختيا ښکارندويي کوي.

د ۲۰۲۳م کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه د رسيپ تړون پر نافذېدو کال واوښت او له تېر يو کال راهيسې يې ګڼ شمېر تصديو ته سوداګريز فرصتونه برابر کړي دي.

رسيپ د اسيان ټولنې لخوا طرحه شوی د ازادې سوداګرۍ تړون دی او په غړو کې يې د دې ټولنې لس هېوادونه او چين، جاپان، جنوبي کوريا، استراليا او نوي زيلنډ شامل دي، چې د ازادې سوداګرۍ په تړونونو کې تر ټولو لويه پيمانه لري. رسيپ تړون په داسې حال کې، چې نړيوال اقتصاد مخ په ځوړ او د بيا سمسورتيا ځواک يې کمزوری دی، په تورې تيارې کې د رڼا څرک بلل کېږي او د نړيوال اقتصادي پرمختګ لپاره يې مهم رول لوبولی دی.

چين په رسيپ کې ګډون لري او ګډون يې د ورخلاصون د پراخولو لپاره د دغه هېواد د ټينګې ارادې او صميميت ښکارندويي کوي.

چين د نړۍ تر ټولو لوی مخ پر ودې هېواد او دوهم لوی اقتصاد دی او د رسيپ په اقتصادي حجم کې يې ٪ ۶۰ ځای نيولی دی.

د رسيپ تړون له مخې، د غړو هېوادونو ترمنځ پر  ٪ ۹۰ سوداګريزو مالونو ګمرکي ماليات به په تدريجي ډول صفر ته ښکته شي.

د ۲۰۲۲م کال له جنورۍ تر نومبر پورې، د چين او د رسيپ غړو هېوادونو ترمنځ د صادراتو او وارداتو عمومي ارزښت ۱۱۹۰۰ ميليارډو يوانو ته رسېدلی، چې د ۲۰۲۱م کال د همدې مودې په پرتله ٪ ۷.۹ زیاتوالی ښيي.

د امريکا د پيټرسن نړيوال اقتصادي څېړنيز مرکز اټکل کړی، چې رسيپ به تر ۲۰۳۰ م کال پورې د خپلو غړو هېوادونو د صادراتو په عمومي ارزښت کې  ۵۱۹ ميليارډه امريکايي ډالره زياتوالی راولي.

د اسيايي هېوادونو لپاره د رسيپ تر ټولو ښه غوره والی دا دی، چې دغه تړون به یې د وارداتو لګښت کم او د صادراتو چانسونه به ورته زيات کړي.

د رسيپ له نافذېدو سره هممهاله، د چین او اسيان پر ٪ ۶۵ سوداګرۍ ماليات صفر ته ښکته شوي او د اسيان صادرات او واردات يې پراخ او سمسور کړي دي.