د ننګرهار ولایت اړوند بټي کوټ ولسوالي د مالټو تر ټولو ډېر باغونه لري. په دې باغونو کې اوس د مالټو را ټولولو موسم دی او ګڼ شمېر کسان پکې په کار بوخت دي.