نړۍ ته د چين د ۲۰۲۳م کال ډالۍ
CMG2023/01/02 14:48:09
شريکول:

د نړۍ د بېلا بېلو سيمو خلکو د ۲۰۲۳م کال په لومړۍ نېټې د نوي کال هر کلی وکړ او د سولې او پرمختګ په اړه يې خپلې نيکې هيلې وړاندې کړې.

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د ۲۰۲۲م کال د ډسمبر په ۳۱مې نېټې د نوي کال د مبارکۍ پيغام خپور کړی او پکې يې ويلي، چې نننی چين له نړۍ سره ټينګې اړيکې لري او په راتلونکي کې به نور هم ښکلی شي.

نوموړي په ګردې نړۍ کې د سولې، نيکمرغۍ او ارامتيا هيله ښودلې ده.

د رئيس شي جين پينګ د نوي کال وينا د چين هيله او نړۍ ته د چين قيمتي ډالۍ ده. زيات کارپوهان پر دې اند دي، چې د نوي کال په مناسبت د رئيس شي جين پينګ وينا نړيوال هڅولي دي.

د چين کمونېست ګوند تېر کال شلم ملي کانګرېس په برياليتوب تر سره کړ او نړيوالو رسنيو دغه کانګرېس په همدې کال کې د  چين تر ټولو مهمه چاره بللې ده. دغه کانګرېس نه يوازې په چين کې د سوسياليستي عصري هېواد د هراړخيزې ابادۍ نوی مزل پيل کړی، بلکې د ښه راتلونکي په پار د چين او نړۍ د همکاريو د نوې مبدا د پېل نښه یې هم ورکړې ده. 

چين په تېر ۲۰۲۲م کال کې د نړۍ د دوهم لوی اقتصاد په توګه خپل ځای ساتلی او د کورنيو توليداتو کلنی عمومي ارزښت يې ښايي له ۱۲۰ټریلیونو يوانو څخه پورته وي. د چين اقتصاد د ستونزو پر وړاندې انعطاف منونکی او فعال دی او د دايمي پرمختګ اصلي وضعيت يې لا نه دی بدل شوی او دغه راز د نړيوال اقتصاد د پرمختګ لپاره هم تر ټولو قوي انجين بلل کيږي.

کرونا وبا په تېر ۲۰۲۲م کال کې په ګردې نړۍ کې په خورېدو وه. د چين حکومت د خلکو ژوند ته لومړيتوب ورکړی او د مشخصې مرحلې او وضعيت له مخې یې د وبا د وقايې او کنټرول تدبيرونه اصلاح کړي او د اقتصادي پرمختګ او د وبا د مخنيوي په دواړو برخو کې يې برياليتوبونه تر لاسه کړي دي.

 چين د بيا سمسورتيا په حال کې دی او نړۍ ته به زيات فرصتونه برابر کړي.

نړۍ تېر کال آرامه نه وه، خو د چين او نړۍ ترمنځ اړيکې نورې هم ټينګې شوې دي.

 د چين دولت رئيس شي جين پينګ په بېجينګ کې له زياتو نړيوالو ملګرو سره لېدنې کړي او په بهر کې يې د چين دريځونه او نظريې څرګندې کړي او د نړيوالو ستونزو د حل لپاره يې د چين پلانونه وړاندې کړي دي.

نړيواله ټولنه په تمه ده، چې چين به د نړيوال پرمختګ لپاره قوي خوځنده ځواک برابر کړي.